د کندز پخوانی والي عبدالله فقیر زاده برائت واخیست
  په هالند کی دافغان پناه غوشتونکو د حقوقی دفاع  کميتی  په هالند کی دافغان پناه غوشتونکو د حقوقی دفاع کميتی

په هالند کې د افغانستان د ۸۰ مې لسیزې د حاکمیت یو لوړپوړی چارواکی جنرال ښاغلی عبدالله فقیرزاده د عالی محکمې له خوا برائت واخیست، او په دې توګه د نوموړي په هکله ټول تورونه بې بنسټه ثابت شول. فقیرزاده په ۲۰۰۶ کال کې د یو شمیر افغاني شیطاني کړیو د دسیسو پر بنسټ د بشري حقونو نه د سرغړونو په تور د پوښتنو او ګرویګنو لاندې راغی او بندي شو. که څه هم هغه وروسته د شا وخوا پینځه لسو میاشتو په کال ۲۰۰۷ کې له بند نه خلاص او برائت یې واخیست ،خود موظف څارنوال په غوښتنه د نوموړي دوسیه سترې محکمې ته چې په هالند کې ورته (hogen beroop) وایي وړاندې شوه. د محکمې په (۱۶-۷-۲۰۰۹ ) ناسته کې چې د ګڼ شمیر قاضیانو له خوا د ښاغلي فقیرزاده دوسیه پکې څیړل شوې وه ، جنرال فقیرزاده ته د خپلې وروستنۍ پریکړې په ترڅ کې هم برائت ورکړ. جنرال عبدالله فقیرزاده په ۱۳۶۳ کال د افغانستان د نظامي استخباراتو مرستیال او ورپسې یې په کندز ولایت کې د هغه ولایت د امنیت د ریاست دندې تر سره کړې دي .نومړی وطن او خلکو ته د خپلو صادقانه هلو ځلو په بهیر کې د یوه نیک نوم په درلودلو سره ، د خلکو په غوښتنه د کندز ولایت د د فاع شورا د ریئس او په هغه ولایت کې یې د والي په صفت هم په دندو ګمارل شوی دی. د ښاغلي فقیرزاده مدافع وکیل او په محکمه کې د ناستو وینا والو په خبرو کې راغلی دي ، چې فقیرزاده نه یوازې دا چې بشري حقونه یي پایمال کړي نه دي، بلکې هغه یو انسان دوست ، او پخپل هیواد کې چیرته چې ده بېلابېلې دندې تر سره کړي دي، د خلکو په منځ کې یو نیک نومه او با عزته شخصیت دی.


July 18th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها